په ایران هېواد کې له افغانانوسره د غیر انساني چلند پروړاندې له اعتراضه ډک لاریون تر سره شو

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۳ - ۱۵:۴۲
mob

په دې وروستیوکې ایران هېواد کې د افغان کډوالو په وړاندې د هر ډول بشري نورمونو، اصولو او انساني کرامت خلاف تاوتریخوالی روان دی ، چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان ډبول شوي او د مرګ ترپولې رسیدلي دي. په همدې موخه د لاریونونو په دوام نن هم په کابل کې د عامې روغتيا څلورلارې سره قومي شوراګانو او د مدني ټولنو دانسجام شورا له لوري لاریون ترسره شو. دوی د افغانانو پر وړاندې په ایران هېواد کې انساني او بشر ضد کړنې په سختو ټکو وغندلې اودا یې له ټولو انساني، اسلامي او اخلاقي ارزښتونو او نړۍ والو اصولو پرخلاف عمل وباله ، غوښتنه یې داوه چې نور دې ددغه ډول کړنو چې هیڅ باضمیره انسان ته د منلو نه دي مخه ونیول شي اوعاملینوته دې سزا ورکړل شي. ټینګار یې وکړ چې له خپل توان اوامکاناتوپه استفادې به د خپلو کډوالو هېوادوالو له انساني حقونوڅخه دفاع وکړي او خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu