په زابل کې سترې ولسي غونډه کې ګډون!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۸ - ۲۳:۲۵
m

‏‎‏

د ا.ا‌.ا د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم ملا نورالله نوري نن سه شنبه دروان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لړم د مياشتې په ۱۸مه نېټه  په زابل ولايت کې هغې پراخې ولسي غونډه کې ګډون او وينا وکړه د، چې له اسلامي نظام څخه د ولسونو د ملاتړ په موخه د ګڼو قومي مشرانو، مخورو، مجاهدينو ديني عالمانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د غونډې په پيل کې څو تنو قومي مشرانو او ديني عالمانو زابل ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم ملا نورالله نوري د راتګ له امله خوښي څرګنده او له اسلامي نظام څخه يې بشپړ ملاتړ په ډاګه کړ.

m

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزير د جهاد په دوران کې د افغانانو په تېره بيا د زابل ولايت د باشهامته ولسونو مېړانو او سرښندنو ته په اشارې سره وویل: له زياتو کړاوونو، هجرتونو، قربانيو او پراخو مبارزو  وروسته د الله تعالی په نصرت  يوځل بيا د مجاهدينو مجاهدت رنګ راووړ او په  ټول افغانستان کې د سولې او بريا سپين بيرغ ورپيد. دا ځل به ټول هڅه کوو، چي اسلامي نظام، شريعت او عدالت په بشپړه توګه پلي شي.‏‎

ښاغلي نوري زياته کړه: زموږ د بريا راز په دې کې وو، چي يو قيام، يو ارمان  يو مقاومت، يو صف، يو امير او يو شعار مو  درلود، زموږ ليکه الحمدلله يوه وه او يوه به وي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام د ولس سرښندنې وستايلې وې ويل:  همدا کړېدلی ولس و، چي ستر اشغال ګر يې په ګونډو کړ، ولس وو چي خپل بچيان يې د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او شرعي اسلامي نظام د ټينګښت لپاره قرباني کړل.اوس به همدا ولسونه د نظام ستنې پياوړی کوي.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳
Background image

((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))

چهارشنبه ۱۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن له غرمې وړاندې په پلازمينه کابل کې د ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو له کوچي سرخيلانو سره په جوړه شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

BACK TO NEWS

User account menu