د سويلي وزيرستان د مکين د ولسي غونډې په اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اعلاميه!

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، د سوېلي وزيرستان په مکين کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د افغانستان د امن او پر دې خاوره د جګړې د بندېدو لپاره د راغوښتل شوې لویې ولسي غونډې هرکلی او له پرېکړو یې ملاتړ کوي.
د جنګ جګړې په مخالفت او له کرښې دې غاړې افغانانو سره د یووالي او ملاتړ د څرګندولو په نيت د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت رابلل شوې لویه غونډه ددې څرګندونه کوي، چې افغانان او په تېره بيا د کرښې هغې غاړې ته پښتانه په جدي ډول د سولې او امن لپاره لاس په کار شوي او هيله ده چې ددې هڅو په پایله کې به د کرښې دواړو غاړو ته امن او ثبات ټينګ او د وينې تويېدو روان بهير په ټپه ودرېږي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په کوزه پښتونخوا کې راپورته شوې ټولنیزه ویښتيا د کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو ته د نجات د زیري په معني بولي. موږ ددغسې غونډو او هلو ځلو تود هرکلی کوو او هیله مو دا ده چې په افغانستان او پښتونخوا کې د ثبات او امن لپاره دا غږونه ډېر او لا لوړ شي.
د مکين جلسه، په واقعيت کې د يوه اساسي تغيير نښه ده. دا تغيير هم د خلکو په اذهانو کې لیدل کېږياو هم د هغوی په غوښتنو کې او باور مو دا دی چې ددې تغيير په نتيجه کې به له افغانستان او سيمې څخه د جګړې او افراطیت ټغر ټولېږي.
د سويلي وزيرستان ښکلې او زړه راښکونکې سيمه په تېرو لسيزو کې نه یوازې پخپله د تشدد، تاوتريخوالي او نا اراميو اوږدو او نه ختمېدونکو څپو ځپلې ده، بلکې په همدغې سيمه کې د ځايي اوسېدونکو او مېشتو ولسونو د خوښې خلاف او د هغوی له جدي اعتراضونو سره سره، د افغانستان د جګړې لپاره جنګيالي روزل کېدل.
خو له نېکه مرغه د کرښې هغې غاړې امن خوښوونکو پښتنو او په ځانګړي ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ په پرله پسې هڅو، اوس د سيمې ستراتيژيک ارزښت د ثبات او ټيکاو له هڅو سره تړل شوی دی او دا ډاډ رامنځته شوی دی چې د کرښې داړو غاړو ته به امن له همدغه ځایه خپرېږي.
په اوسني وخت کې د افغانستان او سيمې د ثبات او د جګړې د بندېدو لپاره د مکين جلسه خورا زيات ارزښت لري. موږ له ټولو هغو کسانو او په تېره بيا له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه مننه کوو چې د تل په څېر یې يو ځل بيا د افغانستان د ثبات لپاره غږ پورته کړ او له کرښې دې غاړې افغانانو ملاتړ ته یې راودانګل.