د وسلوالو مخالفینو روانه جګړه د هېواد ملي بنسټونو، تېرو لاسته راوړنو. ولسواکۍ او پرمختګ پر خلاف ده!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۹:۱۰
mobta

روانه جګړه چې طالب یې د نورو د اجنډا پر بنست مخته وړي، په ښکاره ډول د هېواد ملي بنسټونه ورانوي او دوی یو قوي، پر خپلو پښو ولاړ او ودان افغانستان نه غواړي. ځکه باداران یې له داسې افغانستان څخه وېره لري.

خو دوی دې پر دې پوه شي، چې د هېواد ولسونه په اوس وخت کې پر ولسواکۍ، ملي بنسټونو، تېرو لاسته راوړنو، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او جمهوري نظام باور لري او د دوی د شعوري ويښتیا پر اساس یې بشپړ ملاتړ کوي.

افغانستان به بیا هېڅکه تېرو ترخو تجربو ته نه ګرځي او ورځ تر بلې به پرمختګ کوي، د امنیتي ځواکونو د وړتیا با وجود، چې د هېواد دښمنانو ته یې تل د جګړې په ډګر کې ماته ورکړې بیا هم د هېواد جمهوري نظام پر سولې باور لري او طالب پر جګړې او تیارو باور لري.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳
Background image

((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))

چهارشنبه ۱۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن له غرمې وړاندې په پلازمينه کابل کې د ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو له کوچي سرخيلانو سره په جوړه شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

BACK TO NEWS

User account menu