په نیمروز ولایت کې د سولې د بهیر، جمهوري نظام او ملي امنيتي ـ دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د دایمي اوربند د ټينګښت په اړه لویه ولسي غونډه جوړه شوه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۹:۶
mobta

په دې غونډه کې چې نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۲ نیټه ددغه ولایت د ازادۍ مېلمستون په تالارکې جوړه شوه ، د نیمروز والي ښاغلي الحاج زمریالي احدي، د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین محترم الحاج محمد یعقوب احمدزي او ورسره مل پلاوي د ولایتي شورا غړو، ګڼ شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو، ښځینه فعالانو او یوشمېر ځوانانو ګډون کړی ؤ.

د غونډې په پیل کې د نمیروز ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریس ښاغلي سید حامد سادات پلاوي او د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې اجنډا او موخه بیان کړه.

ورپسې نیمروز والي ښاغلي زمریالي احدي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د لويو ولسي غوڼدو د جوړولو له لارې د نظام او ملي ځواکونو ملاتړ ته د خلکو په رابللو کې د وزارت هلې ځلې وستایلې وی ویل: افغانان سوله غواړي او دا یې حق دی، موږ نورله جګړو ستړي شوي یو، نوموړي د غونډې له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې په یوه غږ له مخالفینو څخه وغواړي، چې اوربند وکړي.

mobta

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزات د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین محترم الحاج محمد یعقوب احمد زي د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلی محب الله صمیم سلامونه او نیکې هېلې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړې وی ویل: د نیمروز ولایت ولسونو همیشه په مېړانه خپلې خاورې څخه په مېړانه دفاع کړې ده ، موږ د خپل شته اسلامي او منتخب نظام ننګه او ملاتړ کوو، او هیچا ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ ولسونه یو ځل بیا کډوالې ته مجبور کړي ، په اوسني نظام کې زموږ ننګ او زموږ عزت خوندي دی ، او موږ به یې په کلکه ملاتړ کوو. ده همدارنګه په وسلوالو مخالیفینو غږ وکړ ، چې ژر تر ژره دې اوربند وکړې تر څو مو په هیواد کې روانې ورور وژنې ته د پای ټکی ایښی وي .

په غونډه کې همدا راز قومي مشر یوسف خان، د ولایتي شوار غړي، مولوی ګل احمد احمدي، د علماوو شورا په استازېتوب حافظ رحمت الله رحماني، او د ښځو په استازېتوب اغلې ثریا محمدي په وارسره د خپلو خبرو په ترڅ کې د جمهوري نظام، سولې بهیر او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ او له وسله والو مخالفینو څخه یې غوښتنه وکړه، چې نور افغان وژنه بس او د یوه دایمي اوربند د ټینګښت له لارې د سولې په راوستو کې خپله ونډه ادا کړي.

غونډه د مولوي نعمت الله سلطاني له خوا په هېواد کې د سولې ټینګښت په دعایې سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu