د بدخشان ولایتي شورا له رئيس سره لیدنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلی محب الله صمیم بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر په لومړی ورځ د دغه ولایت د ولایتي شورا له رئيس ښاغلي بشیر صمیم او نورو غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې یادو سمیه ییزو چارواکو لومړی د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم ته ښه راغلاست او هرکلی ووایه او خپلې سیمه ییزې ستونزې یې له نږدې ورسره شریکې کړې دغه راز نوموړو له موجوده نظام او ملي امنیتي ـ دفاعي ځواکونو څخه د بشپړ ملاتړ څرګندولو ترڅنګ ښاغلي صمیم ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د بدخشان ولایت له باشهامته ولس له تود هرکلي څخه د مننې په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې ملي امنیتي ـ دفاعي ځواکونه زموږ ویاړ دي او د دوی څخه ملاتړ زموږ ګډ مسؤلیت دی او په دې برخه کې قومي مشران او دیني عالمان رغنده رول ترسره کولی شي.
دغه راز زموږ د راتګ موخه هم یاد ولایت ته همدا ده، ترڅو په ګډه تلپاتې او باعزته سولې د ټینګښت لپاره سره کار او سلامشورې وکړو.