د غزني ولايت د درېيمې لوا له منسوبينو سره ليدنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۹:۵۷
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم او ورسره مل پلاوي غزني ولايت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن مازديګر د د ۲۰۳ قول اردو له درستیزوال ښاغلي عبدالقهار او د يادې لوا له قوماندان ښاغلي احسان الدين فيض او منسوبينو سره وکتل او دوى ته يې د اختر مبارکي وويله.

ښاغلي محب الله صميم له روغبړ وروسته د افغان ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني پيغام او نیکې هېلې له يادو پوځي منسوبينو سره شریکې کړې وې ويل: تاسو د دې هېواد اصيل بچيان ياست تل مو د هېواد، خاورې، ولس او ملي نواميسو څخه په پوره مېړانه دفاع او ساتنه کړې، پر دې خوښ يو چې د تاسو په شان اتلان لرو او ستاسو سرښندنې به هيڅ کله هیرې نکړو.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير زياته کړه: افغان ولس ستاسو ترڅنګ ولاړ دى او په هر ډول شرايطو کې مو ملاتړ کوي، وسله والو مخالفينو باندې غږ کوو، چې اوربند دې وغځوي تر څو باعزته سولې ټينګښت ته زمينه برابره شي.

ښاغلي صميم دغه راز وويل: اوس ددې وخت رارسېدلي، چې ټول افغان ملت د خپلو ملي امنيتي _ دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودريږي، او د خپل هېواد د آبادۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز لومړي مرستيال ښاغلي ډګر جنرال محمد شعيب پيلوټ د خپلو خبرو په ترڅ کې يادو منسوبينو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسو لاسته راوړنې به نه ضايع کيږي.

د يادونې وړ ده، چې ښاغلي محب الله صميم او ورسره مل پلاوي د درېيمې لوا قوماندان ښاغلى احسان الدين فيض هم د همدې کتنې په ترڅ کې يادو منسوبينو ته ور وپېژانده.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳
Background image

((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))

چهارشنبه ۱۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن له غرمې وړاندې په پلازمينه کابل کې د ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو له کوچي سرخيلانو سره په جوړه شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

BACK TO NEWS

User account menu