له قومي او قبایلي مشرانو سره کتنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۵:۱۰
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم له یو شمېر قومي او قبایلي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې قبایلي مشرانو زرجان شينواري او یار خان د نورو په استازېتوب خبرې وکړې او د قبایلو سیمو ولسونو په تېره بیا ځوانانو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه یې د حل په موخه د وزارت له مشر تابه سره شریک کړل.

mobta

ورپسې ښاغلي صمیم خبرې وکړې ویې ویل: د قبایلي سیمو درنو مشرانو تل د سرحدونو په ساتنه، نظام ملاتړ او د حکومت له ملي برنامو څخه تل ملاتړ کړی، چې موږ یې له ملي احساس څخه مننه کوو، ښاغلي صمیم په خپلو خبرو کې وویل: زموږ هڅه دا ده چې د قبایلي سیمو ځوانانو ته د پوهنې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړو، تر څو دوی مسلکي او تخصصي زده کړې ترلاسه کړي، چې په دې برخه کې له اړوندو ادارو سره ګډ کار کوو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۵۹
Background image

لغمان کې اوه کلنه دښمني په ورورولي بدله شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربيع الأول ۱۴۴۷

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالي په ګړان سيمه کې د دوو کورنیو ترمنځ اوه کلنه دښمني د قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو سره پای ته ورسېده. یاده شخړه، چې ۷. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۲:۳۸
Background image

په ننګرهار، خوست او سرپل ولسوالي کې د ستونزو اورېدو قومي جرګې ترسره شوې

 

چهارشنبه ۱۰ ربيع الأول ۱۴۴۷

د ننګرهار په دره نور، خوست په نادرشاه کوټ او سرپل په قلعه شهر ولسوالي کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په لارښوونو د اسلامي اخوت او خلکو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۱:۴۴
Background image

په کابل کې د دوو کورنیو ترمنځ څلور کلنه دښمني پای ته ورسیده

 

سه شنبه، ۱۴۴۷ هـ ق د ربیع الأول 9

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمدعلي جان احمد، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع‌الله ثاقب، د. . .

BACK TO NEWS

User account menu