په ګران هېواد کې د قومي جوړښتونو پیاوړتیا مو له کاري لومړیتوبونو څخه ده!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۹:۱۰
mobta

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د زابل، پکتیا، غزني او خوست ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د کتنې پر مهال وکړه.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو او مخورو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ په ملي، فرهنګي، ټولنیز چارو او د سولې روان بهیر کې د قومي مشرانو په رول او ارزښت ټینګار وکړ دغه راز یې په بېلابېلو برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هڅې د ستاینې وړ وبللې او د خپلو همکاریو ډاډ یې څرګند کړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم خبرې وکړې وې ویل: په هېواد کې د قومي جوړښتونو پیاوړتیا زموږ له کاري لومړیتوبونه څخه ده، ځکه همدا قومي جوړښتونه دي چې ولسونه سولې، ملي یووالي، د نظام ملاتړ او یو بل منلو ته رابولي، دغه راز یې په خپلو خبرو کې قومي مشرانو ته وویل: چې په خپلو سیمو کې سولې ته کار وکړئ، تر څو ستاسو په سیمو کې د حکومت برنامې ښې تطبیق شي او ولسونه د همدې برنامو او د پراختیایي پروژو ملاتړ ته راوبولئ.

ښاغلي صمیم په پای کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې سیمه ییزې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۷
Background image

لغمان کې د څو کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر شخړه حل شوه

شنبه ۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د لغمان ولايت مرکز اړوند سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۱
Background image

نورستان کې د مسؤلينو له لوري پنځه کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

شنبه ۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د نورستان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او مخورو په هڅو د دغه ولايت په واما ولسوالي کې د تېرو پنځو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۲۵
Background image

کنړ کې د شاوخوا ۵۰ کلنې بدي سر بېره ارزګان کې يوکلنه شخړه پای ته ورسېده

شنبه ۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي ديني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذينو او مخورو په ملتيا د دغه ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu