د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې نمانځغونډه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۸:۵۱
mobta

د (مارچ اتمه) د ښځو پيوستون نړیواله ورځ نن سه شنبه د ۱۳۹۹لمریز کال د کب پر۱۹ نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کې ونمانځل شوه.

په یاده نمانځغونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د وزارت چارواکو، ښځینه او نارینه کارکوونکو او له پښتونخوا څخه راغیلو ښځینه فعالانو ګډون کړی و.

mobta

په پیل کې ښاغلي صمیم له پښتونخوا څخه راغلیو درنو خویندو ته ښه راغلاست ووایه. د دغې ورځې مبارکي یې د هېواد ټولو ښځو ته وړاندې کړه د خبرو په ترڅ کې یې وویل: ښځې د هرې ټولنې او هېواد په پرمختګ او سر لوړۍ کې مهم او ارزښتناک رول لوبوي.

زیاته یې کړه چې کله ښځه فعاله وي د سیاست، تحصیل او کار زمینه ورته ایجاد شي په ټولنه کې د نارینه و تر څنګ موثرې تمامېږي. ښاغلي صمیم وویل: د اسلام له نظره پر موږ لازمه ده، چې د ښځو درناوی وکړو، فرصتونه او امکانات ورته برابر کړو، چې هم د ځان او هم د ټولنې د بسیاینې لپاره ګامونه پورته کړي.

mobta

دغه رازیې په امنیتي سکتورونو، ادارو او د ټولنې په نورو چارو کې د ښځو شتون ، پیاوړتیا اوپرمختګ ته اشاره وکړه وې ویل: حکومت دې برخې ته ډېره پاملرنه کړې، چې فرصتونه ورته ایجاد شوي دي. ښاغلي صمیم په کلیوالي او لرې پرتوسیمو کې د ښځو ستونزې او بې برخیتوب هم یاد کړ وې ویل: پالیسي دا ده چې لرېو پرتو سیمو او کلیو ته د سهولتونو لړۍ وغځوو، تر څو هغه خویندې هم له اقتصادي او ټولنیز پلوه پیاوړې شي.

دغه رازیې سوله یوه ټولیزه اړتیا وبلله ویې ویل: موږ د سولې تیږي یو، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې اړتیا احساسوي، خو د هغې سولې چې په هغې کې شل کلنې لاسته راوړنې، زموږ ارزښتونه اود خلکو حقوق وساتل شي د واک لېږد د ټاکنو او خلکو د ګډون له لارې تر سره شي او داسې سوله هم نه وي ، چې ستاسو حقوقو ته په کې زیان ورسېږي، ستاسو حقوق باید تضمین شي ، نړۍ پر مخ روانه ده، موږ به هم پر مخ ځو او دا هڅې به په شریکه کوو. دغه رازیې دلانورو فرصتونو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.

mobta

ورپسې په وار سره له پښتونخوا څخه راغلیواغلیو خویندو شازیه تماس، وږمه، د وزارت کارکوونکې بهشته، زیبا اپریدۍ ، لایبه یوسفزۍ او آغلې چرخۍ د بې عدالتۍ او نا برابرۍ پر وړاندې د ښځو د مبارزو، ستونزو او محرومیتونو، خبرې وکړي په اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې یې د ښځو په مشارکت او ګډون ټینګار وکړ. د ښځو په ژوند کې اوسنیو پرمختګونو او فرصتونوته په کتو یې روښانه راتلونکي ته هیله مندي څرګنده کړه.

د غونډې په وروستیو کې ددې ورځې په مناسبت برابرې شوې ډالې د غونډې ښځینه ګډونوالوته ورکړل شوې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu