د وزارت په انګړ کې د لسګونو نیالګیو اېښودل!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۹:۲۰
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په انګړ کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب میاشتې پر ۱۳ مه نېټه لسګونه نیالګي کېښودل شول.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په داسې حال کې چې د وزارت مشرتابه او کارکوونکو شتون درلود د نیالګېو اېښودلو پر مهال وویل: د ونو او بوټو اېښودل او کرل د ډېرو نورو ګټو ترڅنګ د هېواد په ښېرازۍ او له ککړتیا څخه د هوا په پاکوالي کې مهم رول لري.

له هېوادوالو یې وغوښتل ،چې دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي د هېواد په ښکلا او ښېرازۍ کې ونډه واخلي دغه راز یې د وزارت د سرحدي څېړنو له معین ښاغلي محمد آصف قاضي زاده څخه له دې امله، چې پخپل شخصي لګښت یې لسګونه نیالګي پیریدلي و، مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu