د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم او ورسره مل پلاوی یې خوست ته ورسېد!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۵ - ۱۴:۴۱
mobta

1399/11/25

د خوست والي تورنجنرال مهمند کټوازی، ددغه ولایت امنیه قوماندان، د ولایتي شورا رئیس، د ولایتي ادارې ځینو چارواکو، ګڼو قومي مشرانو، مخورو، ټولنیزو فعالانو او ځوانانو ښاغلي وزیر ته ښه راغلاست او هرکلی ووایه.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر لومړی د ولایت مقام ته ولاړ، او ددغه ولایت له والي سره يې وکتل.

په دې کتنه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم دغه ولایت د خپل سفر په اړه لنډ معلومات ورکړل وی ویل: خوست ته زموږ د سفر موخه په دغه ولایت کې له بېلابېلو قومي مشرانو، سیمه ایزو چارواکو، مخورو سره له نږدې کتل دي تر څو ستونزې يې واورو او له اړوندو ادارو سره يې شریکې کړو .

mobta

ښاغلي صمیم زیاته کړه: په دې ولایت کې لاهم قومي جوړښتونه شته او د سرحدونو او قبایلو چارو وزات نېغ په نېغه له قومونو سره کار کوي، نوموړي د خوست والي او ولایتي ادارې ته ډاډ ور کړ، چې د خپل همدې سفر په ترڅ کې به ځینو ستونزو ته رسیدګي کوي او له قومي مشرانو سره به په ګډه ورته حل لارې مومي.

ټاکل شوې ده د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د خپل سفر په ترڅ کې په هغې لوې ولسي جرګه هم برخه واخلي او وینا وکړي، چې د سولې او اوربند دټینګښت او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ولسونو د ملاتړ تر عنوان لاندې په دغه ولایت کې جوړیږي .

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳
Background image

((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))

چهارشنبه ۱۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن له غرمې وړاندې په پلازمينه کابل کې د ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو له کوچي سرخيلانو سره په جوړه شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

BACK TO NEWS

User account menu