د پوهنتون له یو شمېر استادانو او مدني فعالانو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د رڼا پوهنتون له یو شمېر استادانو او مدني فعالانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو ادارو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو د پراختیا ترڅنګ د ځوانانو د سالمې ښوونې او روزنې، مدني فعالیتونو او په ګډه د فرهنګي غونډو په جوړولو، چې دا مهمې برخې دي او د هېواد د پرمختګ سبب کیږي بحث او خبرې وشوې.