د جوزجان ولایت له بېلابېلو قومي مشرانو او ځوانانو سره لیدنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۹:۳۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د جوزجان ولایت له بېلابېلو قومي مشرانو او ځوانانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

د کتنې په ترڅ کې یادو قومي مشرانو او مخورو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د ناامنو سیمو ځوانانو ته د زده کړې د زمینې برابرولو، د قومي مشرانو سیمه ییزو ستونزو ته د حل لارو چارو پیدا کولو، د سولې او ملي یووالي د ټینګښت، د قومونو د بسیج کېدو او په نورو برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې. دغه راز نوموړو له موجوده نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم له یادو قومي مشرانو او مخورو څخه مننه وکړه، چې تل یې د نظام د پایښت، ملي ارزښتونو او د هېواد ملي ګټو څخه ملاتړ کړی او هم يې په دې برخو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي دي، ډاډه یم چې ستاسو مشرانو په همکارۍ او سلامشورو به د تلپاتې سولې څخه برخمن شو او یو ځای به د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.

دغه راز ښاغلي صمیم ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به یې د وزارت د امکاناتو سره سم د حل لارې چارې پیدا کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu