قومي او جهادي شخصیت سره ناسته!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د هېواد له قومي او جهادي شخصیت او د ملي مصالحې د عالي شورا له مرستيال ښاغلي حاجي عزيزالله دین محمد او ملګروسره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو، د سولې د روان بهیر څخه د ولسونو د ملاتړ، د قومونو د انسجام، ښې حکومتولۍ، سیاسي ثبات او د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې د قومي او جهادي شخصیتونو د رول په اړه خبرې وکړې.