په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت د خلکو له استازي سره کتنه!

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير ښاغلي محب الله صمیم نن چهارشنبه د روان کال د لړم مېاشتې په ۲۸مه نېټه په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت د خلکو له استازي ښاغلي ډاکټر یار باز حمیدی سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي حمیدی د قومونو د انسجام او د جرګو له لارې د نظام ملاتړ ته د خلکو په رابللو کې د وزارت هلې ځلې وستایلې او د وزارت په اړوندو لیسو کې یې د لری پرتو او ناامنو سیمو ځوانانو ته په زیاتې ونډې ورکولو خبرې وکړې.
ورپسې ښاغلي صمیم دوې ته ډاډ ورکړ، چې وزارت ژمن دې په خپلو اړوندو لیسو او انسټيټیوټ کې د ناامنو او لری پرتو سیمو ځوانانو ته زیاته ونډه ورکړي او ورته د زده کړې مناسب چاپیریال برابر کړي ترڅو ځوانان وکولای شي په ډاډمنه فضا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.