د چارو په سمون او چټکۍ ټينګار

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۲:۵۸
mobta

د سرحدونو او قبايلو چاروسرپرست او نوماند وزير ښاغلي محب الله صمیم نن چهارشنبه د روان کال د لړم مېاشتې په ۲۸مه نېټه له ريسانو سره د اړندو ادارو ترمنځ د زیاتې همغږۍ او چارو د چټکۍ په موخه غونډه وکړه او د هېواد د قوانینو په پام کې نیولو سره یې د اداري چارو په سمون او اصلاح او دغه راز په ولایتونو کې د وزارت له دوهمو واحدونو سره د اړیکو د پراختیا اویو لړ نورو مهمو اداري موضاتو په اړه خبرې وکړې.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزيرښاغلي محب الله صمیم دغه راز له اړوندو ریسانو غوښتنه وکړه، چې د لا زیاتې همغږۍ، د چارو د سمون او چټکتیا په موخه دې د همغږۍ غونډو ته دوام ورکړي او خپلې ستونزې دې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.

همدا راز اړندو ریسانو په دې برخه کې یو لړ ستونزې او وړاندیزونه هم له ښاغلي صمیم سره د حل په موخه شریک کړل.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳
Background image

((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))

چهارشنبه ۱۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن له غرمې وړاندې په پلازمينه کابل کې د ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو له کوچي سرخيلانو سره په جوړه شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

BACK TO NEWS

User account menu