په قراردادونو او د نورو چارو په ترسره کولو کې په شفافیت او قانوني کړنو ټینګار!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اداري مجلس د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په مشرۍ او د معین صاحبانو، سلاکارانو او رییسانو په ګدون جوړ شو.
د مجلس په پیل کې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس ارواښاد نیاز محمد امیري ته، چې د ورپیښې ناروغۍ له امله یې ځان حق ته وسپارلو د عظیم الشان قران د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره دعا وشوه. ارواښاد ته یې د لوی خدای(ج) له دربار څخه د فردوس جنت، کورنۍ او خپلوانو ته یې د جمیل صبر هیله وکړه.
ښاغلي صمیم ارواښاد امیري ښه همکاراو پیاوړی خدمتګار وباله، وې ویل:ارواښاد د جرګو او مرکو سړی و، د هېواد د خپلواکۍ او ابادۍ له پاره یې له تنکۍ ځوانۍ څخه کار پیل کړ، چې خدمتونه يې د هېرېدو نه دي او مړینه یې لویه ضایعه ده.
دغه راز مالي او اداري رئیس د عادي او انکشافي بودجو د لګښت او د حوالود اجرا پر څرنګوالي، د پلان او پالیسۍ رئیس د انکشافي پروژو د کار د پرمختګ او جلال آباد ته د خپل سفر په اړه معلومات وړاندې کړل.
په مجلس کې همدا راز په متفرقه موضوعاتوهم بحث او پریکړې وشوې، اړوند ریاستونوته یې په اړه د کړنو لارښوونه وشوه.
د یادولو وړ ده، چې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د قانون په رڼا کې د چارو په ترسره کولو او شفافیت ټینګار وکړ.
