”اسلامي امارت یو شرعي نظام دی چې کوچي، ځایي او بل هر وګړی پکې یو ډول حقوق لري“

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۵:۲۵
بامیان کې ناسته

چهارشنبه ـ۲۶/۱۲/۱۴۴۵

د کابل، غزني، میدان وردګ او بامیان ولسي وګړو په بامیان ولایت کې له یوه لوړ رتبه هیئت سره د ناستې پر مهال د اسلامي نظام لاسته راوړنې وستایلې او د ولسي ستونزو په هوارولو کې یې د مسؤلینو له پاملرنې څخه مننه وکړه. په دغه ناسته کې د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري بامیان ولایت ته د خپل سفر موخه په غزني، میدان وردګ او بامیان ولایتونو د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو تر منځ د کرنیزو ځمکو، تېرېدلو لارو او څړځایونو پر سر د ځینو اختلافاتو حل او د دریو واړو ولایتونو له استازو سره له نږدې لیدنه یاده کړه. د جلسې پر مهال په دغو ولایتونو کې د وزارت اړوند رئیسانو او د ټاکل شویو کمیسیونونو استازو د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ او د ستونزو د حل په برخه کې یې ډاډ څرګند کړ. کوچي او ځایي اوسېدونکو په خپل وار ناستې ته خبرې وکړې، د مسؤلینو ستړیاوې یې وستایلې او د ځینو ستونزو د هواري غوښتونکي شول. ښاغلي نوري او نورو مسؤلینو قومي مشرانو ته د اطمینان په توګه وویل: د اسلامي نظام تقاضا همدا ده چې د هیچا په حقوقو باید تېری ونه شي. دوی ډاډ وړاندې کړ چې اسلامي امارت یو شرعي نظام دی چې کوچي، ځایي او بل هر وګړی پکې یو شان حقوق لري. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشرۍ په جوړ شوي پلاوي کې، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي رحمت الله حاجي نجیب، د فرامینو د تعقیب او نظارت ادارې لوی رئیس مولوي شمس الدین شریعتي، د کرنې وزارت د اجاره ورکونې او پانګوونې لوی رئیس حاجي محمد ظاهر او د استخباراتو د ۰۵ ریاست رئیس مولوي اخترشاه هاشمي شامل وو، چې د ښې همغږۍ په موخه یې د غزني والي حافظ محمد امین جان عمري، د میدان وردګ والي قاري بختیار معاذ، د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي، د وزارت اړوند پلاوی، د یادو ولایتونو د شخړو د حل کمیسیونونه او د کوچي او ځایي اوسېدونکو مشران هم را بللي وو. د غونډې په پای کې د ټولو خواوو د نظرونو تر اورېدلو وروسته ټاکل شوي با صلاحیته پلاوي یادو ستونزو ته حل لارې وښودې او په دې اړه یې یوه هر اړخیزه پرېکړه ونیوه چې د دواړو لوریو لپاره خوښي وړ وګرځېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu