‏د بغلان په نهرين او جوزجان په درزاب ولسوالي کې له عامو خلکو سره ولسي ناستې ترسره شوې

taqi2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۱۷
شخړه

پنجشنبه ۲۰ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د ولايتي مسؤلينو په همغږي د ولسواليو په سطحه د اسلامي اخوت او خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې تېره ورځ د بغلان ولايت په نهرين ولسوالي او د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالي کې د ولسواليو د استازو په شمول له ولسي خلکو، علماوو او قومي مشرانو سره لويې غوندې ترسره شوې. د يادو غونډو پرمهال د اسلامي امارت مسؤلينو د ولسي ملاتړ او تېرو شل کلنو قربانيو قدرداني وکړه، د سر او مال په بدله يې د هغوی سرښندنې وستايلې او هيله يې ترې څرګنده کړه، چې په هر حالت کې به د دې شرعي نظام ملاتړي واوسي. مسؤلينو همداراز ولسونو ته د ډاډ په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې ستونزو ته به يې د ممکنه لارو رسېدنه کوي او د حل لپاره به يې هڅې جاري وساتي. ورپسې قومي مشرانو او علماء کرامو په ولسي يووالي، همغږي او ثبات راوستلو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستايلې. دوی د تېرو بدبينيو، وحشتونو او تيارو پر وړاندې د اسلامي امارت حاکميت د اسلامي اخوت، يووالي او سولې لپاره ښه سمبول وباله. يادو مشرانو د خپلو لومړنيو ستونزو په يادولو سره غوښتنه وکړه، چې د حل لارې چارې دې ورته ولټول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu