کاپيسا کې د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو د هوساينې غونډه وشوه

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۲۴
کاپيسا کې د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو د هوساينې غونډه وشوه

چهارشنبه ۵ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير الحاج ملا نورالله نوري د کاپیسا ولایت په مرکز صیادو کې د یوې غونډې پرمهال وویل: موږ ته خپل ولسونه ځکه ارزښت لري، چې دوی د جهاد سرلاري دي او تر پرونه له اشغالګرو سره په جهاد بوخت وو. نوموړي دا ولسونه هغه غیرتي مسلمانان ياد کړل، چې د نړۍ خلک يې په مسلماني او مېړانه افتخار کوي. ښاغلي نوري همداراز وويل: اوسنی امنیت، استقلال او حریت، د الله جل جلاله د مقدس دین برکت دی. نوموړي دا خپله دنده وبلله، چې د ولسونو ترمنځ بدبينۍ او نفاق له منځه يوسي. دا څرګندونې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ښاغلي نوري، د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او ولسونو د هوساينې تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته وکړې چې پرمهال یې د ياد وزارت استازو، ولايتي مسؤلينو، ولسوالانو، قومي مشرانو، متنفذينو او ګڼو ولسي خلکو هم حضور درلود. د غونډې په اوږدو کې قومي مخورو د تېر شل کلن اشغال پرمهال د خپلو قربانيو او سرښندنو يادونه وکړه ويي ويل: دا نظام د ډېرو سختو مبارزو لاسته راوړنه ده او ساتنه يې د هر وګړي ملي مسؤليت دی. دوی همدا راز د اسلامي نظام ترچتر لاندې ژوند یو افتخار وباله او د ناوړه دودونو او ناسمو رواجونو په هکله د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له لوري د راغلي فرمان هرکلی یې وکړ. د ناستې په وروستیو کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني هم خبرې وکړې ویې ويل: د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په خپل فرمان کې ولس ته هغه موارد ذکر کړي، چې خلک یې له امله په ستونزو کې دي. نوموړي زياته کړه ولس دي هڅه وکړي، چې ياد فرمان عملي کړي ترڅو له بې ځایه مصارفو، لوړو لګښتونو او ناسمو رواجونو نجات ومومو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په بلخ کې د ۵ کلنې شخړې حل

  شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست د جوزجان ولایت د فیض اباد د یوې کورنۍ او د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د جوشور کلي د بلې کورنۍ ترمنځ ۵ کلنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۶:۱۴
Background image

‏د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د څلورو لېسو فراغت غونډې ترسره شوې

‏ شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ په خوست، غزني، هرات او بدخشان ولایتونو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له اړوندو څلورو لېسو څخه (۱۳۳) تنه زده کوونکي فارغ شول.یاد زده کوونکي چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۱۷
Background image

‏د بغلان په نهرين او جوزجان په درزاب ولسوالي کې له عامو خلکو سره ولسي ناستې ترسره شوې

پنجشنبه ۲۰ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د ولايتي مسؤلينو په همغږي د ولسواليو په سطحه د اسلامي اخوت او خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې تېره ورځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu