ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې په ۷ ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د کارونو د ارزونې په تړاو ناسته

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۱۳
ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې په ۷ ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د کارونو د ارزونې په تړاو ناسته

پنجشنبه ۲۹ صفر المظفر ۱۴۴۸

دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ په خپل کاري دفتر کې ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې په ۷ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د کارونو د ارزونې په موخه د یادو ولایتونو له مرستیالانو سره داسې مهال ناسته ترسره کړه، چې د یادو پروژو لپاره ټاکل شوي تخنیکي هیئت او غړو حضور درلود.

ناسته کې د ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو مرستیالانو په دغو ولایتونو کې د منظور شویو او تر کار لاندې پروژو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل. دوی زیاته کړه، چې د دغو پروژو عملي کېدل په یادو ولایتونو کې  تر ډېره حده د ولسونو د ستونزو په هواري کې مرسته کړې ده.

همداراز، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي نوري وویل، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر اساس، د یو میلیارد افغانیو په ارزښت له خدمتونو بې ‌برخې سیمو کې د دغو پروژو پلي کېدل د خلکو د جهاد، قربانیو او زحمتونو پایله ده. نوموړي زیاته کړه، چې دې ولس په هر حالت کې د اسلامي نظام ملاتړ کړی، نو اوس یې وخت دی چې ورته دا ډول خدمتونه يې وشي. ښاغلي نوري د پاتې نورو پروژو د پلي کولو او څارنې په برخه کې له مسؤلینو وغوښتل، چې له پوره دقت او جدي پاملرنې څخه کار واخلي، ترڅو د هر ولایت مستحق خلک له دغو خدمتونو برخمن شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu