ځوانان باید د ټولنې د سمون او فکري رغونې لپاره زیات کار او هلې ځلې وکړي!

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د مدني ټولنو بنسټونو د ایتلاف له مشرتابه او غړو سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.
د یاد ایتلاف غړو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له وزارت سره یې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.
ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: همدا تاسو ځوانان یاست چې ټولنه به له شته ناخوالو او بدبختیو ژغورئ نو باید سره منسجم شئ او په ګډه د نظام او جمهوریت د بقا او پایښت لپاره کار وکړئ، تر څو یوپیاوړی نظام ولرو چې د هېواد ټول شته قومونه په کې خپل ځان وویني، د وزارت دروازې د تل په څېر ستاسو مشرانو او ځوانانو پر مخ پرانېستې دي.
دغه راز ښاغلي صمیم نوموړو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې او غوښتنې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.