په کنړ ولایت کې ٢٧ کلنه او بلخ ولایت کې ٤٠ کلنه شخړه حل شوه

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۱۱
ننګرهار کې شخړه

د کنړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې (۲۷) کلنه، د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې ( ٤٠) کلنه شخړه او دغه راز د جورجان په  ولایت کې هم د دوو کورنیو ترمنځ شخړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د محلي ادارو د مسولینو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د بېلابېلو جرګو په ترڅ کې حل او په دوستۍ بدلې شوې.

په همدې مناست يه جوړو شویو مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د محلي ادارو مسولینو،  یادو ولایتونو قومي مشرانو او  مصلیحینو د عفوې او بخشش په ارزښت خبرې وکړې ويې ویل: چې د افغانستان ټول وګړي مسلمانان او سره ورونه دي او د داسې نظام تر حاکمېت لاندې ژوند کوي چې مشران یې عالمان او د افغاني ټولنې له منځ څخه را پورته شوي خلک دي، نو په دې اساس ولس ته پکار ده چې ملاتړ یې وکړي، نوموړو همداراز د قومونو تر منځ په وحدت او اتفاق ټنګار وکړ او په شخړو کې یې د ښکېلو لورو ترمنځ یې د اسلامي احکامو او افغاني دودونو په رڼا کې فصلې اعلان کړې او پېښې شوې بېلابېلې دښمنۍ يې  په ورورولۍ بدلې کړې.

په پاي کې ښکیلو لوريو د ورورګلوۍ په فضاء کې د سولییز ژوند کولو ژمنه وکړه او د مشرانو له لوري له يو بل سره غاړه په غاړه شول، نوموړو د جرګې له منځګړو څخه مننه وکړه چې د دوی تر منځ يې د راپورته شویو شخړو په ختمولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu