په کاپیسا ولایت کې شخړه حل شوه

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۰:۲
خبر

٢٣/٨/١٤٤٥ ھ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت په کاپیسا ولایت کې د یاد ولایت د کوهستان ولسوالۍ د کیشکتان سیمي او د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د اوزبین سیمي د دوو کورنیو تر منځ شخړه حل کړه.

یاده شخړه چې نه میاشتې وړاندې رامنځته شوې وه، چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی هم وو، قضیه یې یاد آمریت ته راجع شوه او د حل په موخه یې د یاد آمریت آمر ښاغلي ملا صدیق الله صیاد، مسؤلینو، قومي مخورو او ګن شمېرو ځوانانو ګډون کړی وو.


ښاغلي صیاد د خبرو پر مهال یادونه وکړه چې ستونزې او مشکلات، شخړې او جګړې خامخا په ژوند کې رازي، خو دین مبین ورته حل لاره هم ښوولې ده، او سوله یې د دواړو اطرافو په ګټه ده.

په پای کې دواړو لورو یو بل ته د خوښۍ غېږې ورکړې، خپل عادي ژوند ته را ستانه شوه او شخړه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu