په پکتیکا ولایت کې له ولسونو سره د همغږۍ غونډه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۱:۵۷
خبر


۲۲/۶/۱۴۴۵

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري یوه ستره ولسي غونډه جوړه شوه. د دغې غونډې پر مهال د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد اخند، د جرګو او قبایلو چارو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، د یاد ولایت والي مولوي فیض الله جمال حقاني، د اداراتو مسؤلینو، سلګونه دیني عالمانو او قومي مشرانو شتون درلود. 

راغلیو قومي مشرانو غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل نن داسي ورځ راغلې چې د اسلامي شعائرو د بیان مخه هیڅوک نه شي نیولای ځکه موږ د دې هیواد د امنیت او خپلواکۍ ساتلو لپاره له حکومت سره څنګ په څنګ ولاړ یو. دوی له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې ځوانانو ته یې کاري فرصتونه رامنځته کړي او په یاد ولایت کې د نفتو او ګازو د اړوندو کانونو د استخراج چاري پیل شي. 

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس ښاغلي حقاني راغلیو مشرانو ته د ډاډ په ورکولو سره وویل: اوس هغه زمینه برابره شوې ده چې د افغانانو د تعلیم، کرنې او اقتصادي پرمختګ غم وخوړل شي، په ډېر نږدې وخت کې به د افغانانو ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي. 

ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال حاجي عابد اخند ګډونوالو ته اطمینان ورکړ او زیاته یې کړه: اسلامي امارت د نظام د تقویې، د هیواد د جوړولو او د ولس د ستونزو هوارولو هوډ لري، موږ ستاسې ستونزې واورېدې، د حل په برخه کې به پوره کوښښ کوو او تر اړوند ارګانونو به یې رسوو. یاده غونډه په دُعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu