په پنجشېر ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه حل شوه
پنجشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۵ هـ ش
په پنجشېر ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت، مسؤلینو او سیمه ییزو مشرانو له لوري د دواړو ښکېلو لورو په هوکړه او رضایت حل او فصل شوه.
لومړۍ یاده شخړه د حل او فصل په موخه په هر اړخیز ډول وڅېړل شوه او د موضوع د حل لپاره لازم تصمیم ونیول شو. د مسؤلینو او سیمه ییزو مشرانو په منځګړیتوب، دواړو لوري له یو او بل سره پخلا شول او په دې سره یې پيښه شوې شخړه په سوله ییزه توګه پای ته ورسوله.
په پای کې دواړو لورو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د یادې موضوع په اړه، چې د دوی ترمنځ پرې شخړه رامنځته شوې وه، په راتلونکي کې هېڅ ډول جنجال نه کوي.
