په پلازمېنه کابل کې د ښونیزو مرکزونو او تشریفاتو ریاست اړوند د یوه قلم ګازو داوطلبي: 

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۱۱
په پلازمېنه کابل کې د ښونیزو مرکزونو او تشریفاتو ریاست اړوند د یوه قلم ګازو داوطلبي: 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې په مرکز کابل کې د وزارت اړوند ښوونیزو مرکزونو د یوه قلم ګازو د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د ګډون لپاره شرطپاڼه په انلاین توګه د ملي تدارکاتو له ویب پاڼېhttps://tenders.ageops.af) ) او یا یې چاپ شوی نقل د یاد وزارت له تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د لیکلو شرایطو په نظر کې نیولو سره ډکه کړي او د نشر له نېټې څخه بیا شنبه ۱۲/۲/۱۴۰۵ هـ ل نېټه چې د آفرونو د تړنې وروستۍ ورځ ده، په سرټړلي شکل د یاد وزارت اړوند د تدارکاتو ریاست د آفرونو په صندوق کې واچوي. 
د یادونې وړ ده، چې په دغه پروسه کې ګډون د بانکي تضمین او یا هم (۱۰۱۰۰۰) یولک او زرو افغانیو په اساس ترسره کېږي او د غوښتنپاڼو کتنه (آفرګشایي) شنبه ۱۲/۲/۱۴۰۵ نېټه په ۰۰:۱۰ بجو ترسره کېږي.
پته: د میدان هوایي سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل-افغانستان

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په فارياب، زابل، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د شریعت د احکامو د نفاذ، یووالي او همغږۍ په موخه دا ځل د فارياب ولايت په لولاش او بندر ولسوالي، د زابل ولايت. . .

BACK TO NEWS

User account menu