په پروان ولایت کې یوه پراخه ولسي غونډه جوړه شوه!

khoram2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۸:۱۸
پروان کې ولسي غونډه

دوشنبه-۲۳/۱/۱۴۴۶

د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام په یوه پراخه ولسي غونډه کې قومي مشرانو د خپلو ویناوو پر مهال وویل چې د اسلامي امارت مشران د دې ولس خپل رښتینې بچیان دي او افغان ولس به هیڅکله یوازې پرې نږدي. په دغه غونډه کې د ګڼو ولایتي مسؤلینو په شمول د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد له ولسي ملاتړ څخه په مننې سره وویل: تاسې هغه ولسونه یاست چې د غربي اشغال پر مهال مو خپل بچیان قرباني کړل او د اسلامي نظام د حُریت او خپلواکي لپاره مو په ځانونو ډېر مشقتونه وزغمل چې په نتیجه کې یې الله ﷻد اسلامي نظام ستر نعمت را په برخه کړ. نوموړي له ولسونو څخه وغوښتل لکه څنګه چې د اسلامي امارت د اقامې په وخت کې د زموږ ملاتړي وو، همداسي دي اوس هم زموږ ترڅنګ ودرېږي. ولسي استازو په هیواد کې د اسلامي نظام پایښت او امنیت بې ساري وبلل زیاته یې کړه: اسلامي نظام د اللهﷻ له لوري موږ ته راکړل شوې ډالۍ ده او زموږ ټولو هڅه به همدا وي چې د استحکام لپاره یې مټې را ونغاړو. دوی وویل چې د شلو کلونو په اوږدو کې افغانان په مختلفو نومونو کړېدلي او وژل شوي، نور به د پردیو د دسیسو ښکار نه شي. قومي مشرانو په حکومت غږ وکړ چې د سرکونو، ښوونځیو، کلینیکونو، مخابراتي شبکو جوړولو او کاري فرصتونو ایجاد په برخه کې دي ولس ته خدمتونه وړاندې کړي. د غونډې په اوږدو کې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، ولسي همغږي د هر ملت د بري راز وباله، ویې ویل: د اسلامي امارت له حاکمیت سره سم خلکو د ارام ساه واخیسته او د ظالمانو له شر څخه یې بری وموند. ښاغلي حقاني همدارنګه وویل چې مؤمنان باید یو له بل سره په نیکي کې مرسته وکړي او له مظلوم څخه د دفاع پرمهال د یو بل لاسنیوی وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu