په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت د خلکو له استازې سره ناسته!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت د خلکو له استازې اغلې پروین بارکزۍ سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د هېواد په ټولنیزو چارو، روان وضعیت، د ولسونو په یووالي، د قومي شخړو په هوارۍ، امنیتي او پرمختیایي برخو کې د قومي مشرانو پر ونډې او دولت سره د ولسونو په لازیاتو همکاریو بحث او خبرې وشوې او په ګډو هلو ځلو ټینګار وشو .