په ولسي جرګه کې د کندز ولایت د خلکو له استازې سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د کندز ولایت د خلکو له استازۍ آغلې نيلوفر کوفي جلالي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د هېواد په روانو حالاتو، ملي یووالي، د سولې په ټینګښت، د قومونو په انسجام او په یو لړ نورو مهمو مسایلو بحث او خبرې وکړې او په ګډو هلو ځلو یې ټینګار وکړ.