په ولسواليو کې د ولسي یووالي او ستونزو د اورېدو غونډې

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۴
په ولسواليو کې د ولسي یووالي او ستونزو د اورېدو غونډې

 

پنجشنبه ۱۶ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه غونډې ترسره شوې، چې پکې د پکتيکا ولايت شخيل آباد او بکخيل ولسوالي، د لغمان دولت شاه، د ميدان وردګ  حصه اول بهسود او د هرات ولايت کشک کهنه ولسوالي موجودې وې.

د غونډو ګډونوالو د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند پُرامنه، باعزته او خوندي وباله او د حاکم نظام څخه يې کلک ملاتړ څرګند کړ. دوی يوځل بيا په دي ټينګار وکړ او ويې ويل: لکه څنګه چې د جهاد پر مهال د مجاهدینو ترڅنګ ولاړ وو اوس هم د اسلامي امارت د ټینګښت او بقاء لپاره چمتو يو.

د ولسواليو په کچه د دغو جوړو شويو غونډو پرمهال مسؤلینو د ولسي ملاتړ قدردانی وکړ او ويې ويل: افغانستان یو خپلواک ملت دی او هيڅ بهرني ځواک ته به تسلیم نه شي. يادو مسؤلينو د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د بدو دودونو او رواجونو د مخنیوي فرمان هم تشریح کړ او د غونډې په ګډونوالو يې وويشه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu