په هيواد کې د ولسواليو په کچه له خلکو سره د ولسي غونډو دوام

taqi2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۴۱
په هيواد کې د ولسواليو په کچه له خلکو سره د ولسي غونډو دوام

 

پنجشنبه ۱۳  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

په هيواد کې د ولسواليو په سطحه د ولسي يووالي، همغږۍ او ستونزو اورېدو په مناسبت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ولايتي ادارو په مرسته له عامو خلکو سره ولسي غونډې لا هم روانې دي، چې داځل په دې اونۍ کې د تخار ولايت په ورسج، د بلخ ولايت په زاري او چهار کمت، د زابل ولايت په شنکي، او مۍدان وردګ ولايت په مرکز بهسود ولسوالي کې له عامو خلکو، ولسواليو استازو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، سپین ږیرو او ځوانانو سره پراخې غونډې ترسره کړې.

د دغو غونډو په ترڅ کې د ولسواليو استازو، قومي مشرانو او علماوو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستايلې او په دې برخه کې يې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د سرحدي سيمو د خدمتونو بې برخو خلکو ته د پراختيايې پروژو، سړکونو، مدرسو، مسجدونو، روغتيا، پاکو اوبو د شبکو جوړول او د ولسي لويو شخړو حل مهمې لاسته راوړنې وبللې. دوي د ياد وزارت له مسؤلينو وغوښتل، چې ولسي خلکو ته دې لانوره توجه هم وکړي.

د يادو جوړيو شويو غونډو پرمهال مسؤلینو له عامو خلکو مننه وکړه، چې په وينا يې د سر او مال په بدل  يې د ا.ا.ا ملاتړ کړی او لا هم د دې نظام لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي. يادو مسؤلينو د ډاډ په څرګندولو سره وويل: شپه او ورځ مو همدا هڅه ده، چې د خلکو د هوسا ژوند جوړولو لپاره کار و کړو او ستونزې يې حل کړو. دوی همداراز د غونډو په پای کې د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د بدو دودونو او رواجونو د مخنیوي فرمان هم تشریح کړ او د غونډې په ګډونوالو يې وويشه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu