په هيواد کې د ولسواليو په کچه د مسؤلينو او ولسي خلکو ترمنځ د اسلامي اخوت او خلکو ستونزو ته د رسېدو په موخه غونډې ترسره شوې

taqi2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۱۷
په هيواد کې د ولسواليو په کچه د مسؤلينو او ولسي خلکو ترمنځ د اسلامي اخوت او خلکو ستونزو ته د رسېدو په موخه غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۹ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د خپلو اړونده رياستونو په مرسته داځل د تخار ولايت په اشکمش ولسوالي، د سمنګان ولايت په روی دوآب ولسوالي، د غزني ولايت په ناهور ولسوالي، د کنړ ولايت يه غازي آباد او ناړۍ ولسوالۍ او د دايکندي ولايت په شهرستان ولسوالي کې د ولسي ستونزو د اورېدو په موخه ولسي غوندې ترسره شوې، چې پر مهال یې د ولسواليو استازو په ګډون، قومي مشرانو، ديني عالمانو، سپین ږیرو او ځوانانو برخه لرله.

قومي مشرانو د غونډې پر مهال ټينګار وکړ، چې د ولسونو ترمنځ دې د همدې ډول غونډو له لارې د دښمنيو او بي اتفاقيو جرړې ختمې شي، ځکه دا د ملت د يووالي او همغږۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي. دوی همداراز زياته کړه، چې ولسواليو ته د ا.ا.ا د مشرانو پام زيات شوی او هڅې روانې دي تر څو د ولس ستونزې حل او اړينو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی لا ښه شي. قومي مشرانو همداراز د خپلو سيمه ‌ييزو ستونزو د يادونې ترڅنګ د اسلامي امارت پر کلک ملاتړ هم ټينګار وکړ.
 
د دغو جوړو شويو غونډو پرمهال مسؤلينو د ولسي ملاتړ څخه په مننې کولو سره وويل: ولسونو هروخت د دې نظام د حاکميت لپاره د خپل ايمان  او ميړانې له کبله ډيرې سترې قربانۍ ورکړي دي. دوی همداراز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په وينا يې د اسلامي امارت مشران شپه او ورځ ستاسو د خدمت او ملاتړ لپاره چمتو دي. يادو مسؤلينو د ولسواليو په کچه د خلکو ستونزو ته رسېدنه خپله دنده ياده کړه او ژمنه يې وکړه، چې د ممکنه لارو چارو به يې د حل کولو هڅې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu