په هلمند كي د سنبلې نهمه د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ ولمانځل شوه

mobta-af
شنبه ۱۳۹۸/۶/۹ - ۱۴:۵۹
mobta

د بلوڅو اوپښتنو د پيوستون ورځ له نن څخه ۷۰ كاله مخکې په ۱۳۲۸ لمريز كال كي د پغمان په يوه جرګه كي چي ګڼو قومونو ګډون درلود، په رسميت وپېژندل شوه. دغه ورځ د پښتونستان ورځې په نامه هم ياديږي، چي پخوا هم د كابل د پښتونستان واټ او ټولو ولاياتو کې په شانداره مراسمو سره لمانځل كېده
په غونډه كي د ولايت مالي او اداري مرستيال او د مقام سرپرست ښاغلي مجاهدالله صفاري، د سرحدونواوقبايلوچارواو اطلاعاتواوكلتور رئيسانو حميدالله وياړ او نويد نظري، د قومي شوراګانو مشرانو، او د بلوڅ قوم ګڼو قومي مخورو ګډون كړى وو.

د سرحدونواوقبايلو چارو رئيس د پښتنواوبلوڅو د پيوستون ورځي د تاريخچې بيانولو ترڅنګ وويل، پښتانه او بلوڅان له كلونو راهيسي يو ډول دردونه، كړاونه او محروميتونه لري، او ګڼ مشران يې په مرموز ډول وژل شوي، او د دې سترو قومونو د آزادۍ اوو پرمختګ مخ يې ډب كړى.

قومي مشرنجيب الله بلوڅ، حاجي احمدجان، محمدصديق ذاهدي، عبدالاحد معصومي عبدالرحيم يوسفي په خپلو ويناوو کې د بلوڅو او پښتنو وړونو قومونو او نورو افغانانو غږ وكړ چې اتحاد وساتي، او د يو اوبل په همكارۍ هېواد د ښېرازۍ په لور راكاږي.
ويناوالو د پاكستان حكومت لخوا د دوی د حقونو د ترلاسه كولو لپاره يې د ملګرو ملتونو پاملرنه وغوښتله.
د اطلاعاتواوكلتور رئيس د سنبلې نهمه يوه وياړمنه ورځ وبلله، او د پښتنواوبلوڅو قومونو پر تاريخي همكاريو او ملګرتيا يې خبري وكړې.

د هلمند ولايت مالي اداري مرستيال او د مقام سرپرست ښاغلي مجاهدالله صفاري د پښتنواو بلوڅو پر يو والي او اتحاد ټينګار سره وويل، كه د ډيورنډ فرضي كرښي دا او ها غاړه بلوڅ اوپښتانه تهديدنشي، او د خپلو حقوقو څخه محروم نشي، نو كولاى شي ډېر ژر پرمختګ وكړي. ښاغلي صفاري زياته كړه، قومي مشران او ديني عالمانو د قومونوترمنځ د ورورولۍ په ټينګښت كي اغېزمن رول لري، او بايد خلك اتحاد او اتفاق ته وهڅوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu