په هرات کې له (روښانه راتلونکې څانګې) سره ناسته

khoram2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۲۱:۴۶
ناسته

۱۹/۱۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د شخړو د حل په برخه کې همکاره مؤسیسه AWEC ( د روښانه راتلونکې) مؤسیسې له ولایتي مسؤلینو سره په هرات ولایت کې د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل چې د یاد وزارت د مخابراتي ټکنالوژۍ رئیس قاري عبدالمتین رحیمزي، د کوچیانو څړځایونو او اقتصادي خدمتونو رئیس مفتي لعل محمد منیب، ولایتي رئیس مولوي جمال الدین عمري او د یادې شبکې ۱۵ تنو استازو هم پکې ګډون درلود. د ناستې پر مهال د شبکې مسؤل عبدالله علشینګي د یاد پروګرام په اړه مفصلې خبرې وکړې، د پروژې په څرنګوالي یې رڼا واچوله او د وزارت له همکاریو او لارښوونو څخه یې مننه وکړه. ورپسې د وزارت د مخابراتي ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي رحمیزي امن د الله تعالي ﷻ یوه لویه پیرزوینه وبلله او دا یې د ویاړ ځای یاد کړ چې له څلورو لسیزو وروسته نن الحمدلله بیا افغانستان تر یوې واحدي رهبرۍ لاندې د امن ساه اخلي. هغه زیاته کړه اوس وخت را رسېدلی چې د خپلو خلکو پر زخمونو پټۍ کېږدو او د حال پوښتنه یې وکړو. د کوچیانو د څړځایونو او اقتصادي خدمتونو رئیس ښاغلي منیب په یووالي او اتفاق ټینګار وکړ او د ملتونو د بریا راز یې یووالی وباله. نوموړي وویل: د ۲۰ کلونو اشغال زموږ په ذهنونو ډېرې منفې اغیزې کړې او موږ ته په کار ده چې د خلکو د ذهنیتونو د روزلو په موخه ډېر کار وکړو. د هرات ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي عمري د یادې مؤسیسې له دغه ډول پروګرامونو څخه خوښي وښوده او دا ډول غونډو جوړول یې د خلکو تر منځ په اتفاق، عامه پوهاوي او ذهنیت جوړونه کې اغیزمنې وبللې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

خوست کې دوه کورنيو له ۳ کلن خپل منځي تاوتريخوالي لاس واخېست

 

سه شنبه ۲ ربيع الأول ۱۴۴۷

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري د ولایتي ادارې استازو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو د ياد ولايت د صبریو او یعقوبیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

په ننګرهار، بلخ، کندز او فارياب ولايت کې د ولسواليو په کچه خلکو سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډې ترسره شوې

 

سه شنبه ۲ ربيع الأول ۱۴۴۷

د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت د پلان په اساس د ننګرهار ولايت په حصارک غلجایي، دبلخ په شولګره، د کندز  په چهار درې او فارياب په المار ولسوالۍ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۱۶
Background image

بادغیس کې د میراث پر سر راپورته شوې شخړه حل شوه

 

دوشنبه ۱ ربيع الأول ۱۴۴۷

د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کلي د يوې کليوالي کورنۍ د څو غړو ترمنځ د میراث پرسر راپورته شوې شخړه حل او حق حقدار ته وسپارل شو.

د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu