په هرات او کونړ ولایتونو کې د څو مرورو کورنیو پخلاینه!

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۳:۵۴
هرات او کنړ کې شخړې

په هرات او کونړ ولایتونو کې د جلا ناستو پر مهال دوه شخړې چې له کبله یې دوه تنه وژل شوي او یو بل تن ژوبل شوی و، د یادو ولایتونو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو، قومي مخورو او علما‌ء کرامو په هلوځلو په دوستۍ بدلې شوې. 

د دغو شخړو له ډلې لومړۍ یوه یې په هرات ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي اختلاف له امله پېښه شوې وه، چې دوو تنو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې وه. د دغې شخړې د حل پر مهال ښکېلو لوریو د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي جمال الدین عمري، قومي سپین ږیرو او دیني عالمانو ته واک ورکړ او مرکچي پلاوي د دوی په هکله د خیر پرېکړه وکړه. یاده پرېکړه دواړو خواوو له اورولو سره سم ومنله او سولې ته راضي شول. 

دویمه شخړه بیا د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې وه، چې له امله یې یو تن ژوبل شوی و او د طرفینو ترمنځ یې ژور اختلافات پیدا کړي وو. یاده منازعه هم تېره ورځ د یاد ولایت د رئیس ملا تحمیدالله غازي او قومي مشرانو په هلوځلو حل شوه، چې په ترڅ کې یې دواړه خواوې سولې ته رابلل شوې او ترمنځ یې د اخوت ورورولۍ پرېکړه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu