په نیمروز ولایت کې د دوو کورنيو ترمنځ پېښه شوې شخړه حل شوه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۸:۲۵
شخړه

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار کې د دوو کورنيو تر منځ پېښه شوې شخړه چې يو تن پکې په قتل رسېدلى و، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس الحاج صالح محمد مسافر او ځايي ديني عالمانو، مخورو او قومي مشرانو په هلوځلو دواړه کورنۍ دې ته وهڅولې چې يو بل ته عفوه وکړي او رامنځته شوې ستونزې ته د پاي ټکی کېږدي.

په پاى کې دواړو کورنيو د جرګې له ټولو منځګړو څخه چې د دوی تر منځ يې د يادې ستونزې د حل لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې تر سره کړې وې مننه وکړ او يو بل ته غاړه غړۍ شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu