په نورستان ولایت کې د ځايي مسؤلينو په هلو ځلو ۴۱ کلنه شخړه حل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۰:۳۵
خبر

۵/۶/۱۴۴۵

په نورستان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د ځایي مسؤلینو، علماء او قومي مخورو په ګډون د یاد ولایت د نورګرام ولسوالۍ په پشګر دره کې د دريو قومونو ثمردرې، پرک، او دوستو تر منځ ۴۱ کلنه شخړه حل کړه.

دغه شخړه د یادو قومونو تر منځ د غرونو، جلغوزيو او ځنګلونو پر سر را منځ ته شوې وه او لسګونه کلونه یې دوام کړی و چې په ترڅ کې یې لس کسه مړه، شپږ نور زخمیان او ډېر مالي زیان اوښتی و.
 
د مسؤلینو له لوري ځایي خلکو ته د اتفاق، اتحاد، یووالي، او په خپل منځ کې د ورورولۍ په څېر د ژوند
کولو توصیه وشوه، یادو قومونو یو بل ته د خوښۍ غیږې ورکړې او غونډه د دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu