په ننګرهار ولایت کې یوه ۵۰ کلنه شخړه په ورورولۍ بدله شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۳:۶
خبر


۲۵/۶/۱۴۴۵

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ دښمني چې ۵۰ کاله یې دوام کړی و او له یوه لوري څخه پکې یو تن هم وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د سیمې د قومي مشرانو په هغمږۍ او منځګړیتوب په ورورولۍ بدله شوه. 

د شخړې د حل په مراسمو کې د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس حافظ رحمت الله غازي عمر د امیرالمؤمنین د عفوي او نورو فرمانونو په ګټو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: تر څو چې مو په ننګرهار ولایت کې قومي ستونزو او بدیو ته د پای ټکی نه وي ایښی په کرار به نه کینو. 

د دغې ناستې پر مهال قومي مشرانو د یاد ریاست مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې له دوی سره اوږه په اوږه ولاړ دي او د اسلامي امارت تر چتر لاندې په یووالي او اتحاد سره په خوښي ژوند کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu