په ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو پخلاینه

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۱۱
په ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو پخلاینه

چهارشنبه/۷/۱۲/ ۱۴۴۶ د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د قتل پر سر را پورته شوې شخړه، تېره ورځ د یوې قومي جرګې په ترڅ کې داسې مهال حل شوه.چې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو، قومي مخورو او سیمه ییزو متنقذینو یې پرمهال حضور درلود.یاده موضوع چې د تیرې روژې په لومړۍ لسیزه کې د یوې تورسرې د قتل په وجه پېښه شوې وه او د طرفینو ترمنځ یې اختلافات راپورته کړي وو، له نېکه مرغه د مسؤلینو او مخورو مشرانو په منځګړیتوب د دواړو خواوو ترمنځ روغه جوړه وشوه او یو له بل سره پخلا شول.دیادولو ده چې په هیواد کې د ا.ا له واکمنېدو را په دې خوا د ولسونو ترمنځ اخوت او یووالی تربل هر وخت پیاوړی شوی او ا.ا.ا ټول مسؤلین په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په دې برخه کې پوره متوجه دی او د خلکو ترمنځ د یووالي او سوکالي په برخه کې کوټلي ګامونه اخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu