په ننګرهار ولایت کې دوه شخړې په دوستۍ بدلې شوې

khoram2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۵۴
شخړه

۳/۱۱/۱۴۴۵

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د دیني عالمانو او سیمه ییزو مشرانو په همکارۍ د دره نور ولسوالۍ په وایګل کلي کې د دوو کورنیو تر منځ ۶ کلنه دُښمني او د کونړ د پېچ درې ولسوالۍ د مېشتو دوو کورنیو ترمنځ ۲ کلنه شخړه چې له کبله یې ۶ تنه مړه او ۴ نور ژوبل شوي وو، د دوو بېلابېلو ناستو په ترڅ کې حل کړې. د شخړو د حل په مراسمو کې قومي مشرانو د منازعاتو په بدو پایلو خبرې وکړې سوله او بښنه یې د اسلام یو مهم اصل یاد کړ او په ښکېلو لوریو یې غږ وکړ چې نور یو له بل سره له دُښمني لاس واخلي. د ناستې پرمهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس قاري رحمت الله غازي عمر د امیرالمؤمنین حفظه الله د عفوې د فرمان ستاینه وکړه او دا یې خپل مسؤلیت وباله چې د خلکو تر منځ د ورورولۍ فضاء حاکمه کړي. د غونډې په وروستیو کې د مرکچیانو د عدل پرېکړې وکښل شوې، ښکېلو لوریو یو بل ته بښنه وکړه او سره غاړه غړۍ شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu