په ننګرهار، خوست او سرپل ولسوالي کې د ستونزو اورېدو قومي جرګې ترسره شوې

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۲:۳۸
په ننګرهار، خوست او سرپل ولسوالي کې د ستونزو اورېدو قومي جرګې ترسره شوې

 

چهارشنبه ۱۰ ربيع الأول ۱۴۴۷

د ننګرهار په دره نور، خوست په نادرشاه کوټ او سرپل په قلعه شهر ولسوالي کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په لارښوونو د اسلامي اخوت او خلکو د ستونزو اورېدو په موخه محلي مسؤلینو جلاجلا قومي جرګې جوړې کړې، چې په کې د سيمې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځايي خلکو ګډون درلود.

د يادو جوړو شويو غونډو پرمهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست مشرانو ولسونو ته په خطاب کې وويل: اسلامي نظام په بې شمېره قربانيو او سرښندنو راغلی، ساتنه، دفاع او ملاتړ يې زموږ د ټولو مسؤليت دی. دوی همداراز د امیرالمؤمنین حفظه الله هغه فرمانونه هم خلکو ته واضيح کړل، چې په خوښېو، ودونو د مړو په تدفین او د حج په مراسمو کې د اضافي لګښتونو د مخنيوي سپارښتنې پکې شوې دي.

په پای کې د سيمې قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو خوښي څرګنده کړه او ياده يې کړه، چې د سر او مال په قيمت به ترې ساتنه کوي. دوی همدارنګه د خپلې سيمې ځيني اړينې ستونزې او وړانديزونه هم له مشرانو سره شريک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۵۹
Background image

لغمان کې اوه کلنه دښمني په ورورولي بدله شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربيع الأول ۱۴۴۷

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالي په ګړان سيمه کې د دوو کورنیو ترمنځ اوه کلنه دښمني د قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو سره پای ته ورسېده. یاده شخړه، چې ۷. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۲:۳۸
Background image

په ننګرهار، خوست او سرپل ولسوالي کې د ستونزو اورېدو قومي جرګې ترسره شوې

 

چهارشنبه ۱۰ ربيع الأول ۱۴۴۷

د ننګرهار په دره نور، خوست په نادرشاه کوټ او سرپل په قلعه شهر ولسوالي کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په لارښوونو د اسلامي اخوت او خلکو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۱:۴۴
Background image

په کابل کې د دوو کورنیو ترمنځ څلور کلنه دښمني پای ته ورسیده

 

سه شنبه، ۱۴۴۷ هـ ق د ربیع الأول 9

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمدعلي جان احمد، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع‌الله ثاقب، د. . .

BACK TO NEWS

User account menu