په میدان وردګو ولایت کې یوه کورنۍ شخړه حل شوه

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۳:۲۰
شخړه

۱۴/۱۰/۱۴۴۵

په میدان وردګو ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ د تربګنیو او کورنیو موضوعاتو پر سر رامنځته شوې شخړه چې کلونه یې دوام کړی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، نورو دولتي مسؤلینو او دیني عالمانو په مرسته په دوستي بدله شوه. 

د شخړې د حل پر مهال ټاکل شوي پلاوي پوره څېړنه وکړه، چې د تحقیق په پایله کې دا څرګنده شوه چې دواړو غاړو ځیني خطاګانې ترسره کړې، مرکچي پلاوي له طرفینو څخه له واک اخیستلو وروسته د دوی په اړه د ښې ګڼې پرېکړه وکړه او دواړه لوري یې په منلو راضي شول. 

د منازغې ښکېلو لوریو ژمنه وکړه چې یادې پرېکړې ته به ژمن پاتې کېږي که چیرته یې له فیصلې سرغړونه وکړه د الله (ج) ګناهکار او د مرکچیانو ملامت به بلل کېږي، شخړه د دُعا په کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په بلخ کې د ۵ کلنې شخړې حل

  شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست د جوزجان ولایت د فیض اباد د یوې کورنۍ او د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د جوشور کلي د بلې کورنۍ ترمنځ ۵ کلنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۶:۱۴
Background image

‏د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د څلورو لېسو فراغت غونډې ترسره شوې

‏ شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ په خوست، غزني، هرات او بدخشان ولایتونو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له اړوندو څلورو لېسو څخه (۱۳۳) تنه زده کوونکي فارغ شول.یاد زده کوونکي چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۱۷
Background image

‏د بغلان په نهرين او جوزجان په درزاب ولسوالي کې له عامو خلکو سره ولسي ناستې ترسره شوې

پنجشنبه ۲۰ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د ولايتي مسؤلينو په همغږي د ولسواليو په سطحه د اسلامي اخوت او خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې تېره ورځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu