په لوګر ولایت کې د اسلامي نظام ثبات، ولسونو د یووالي او انسجام په نوم ستره ولسي غونډه جوړه شوه

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۴:۳۹
ناسته

چهارشنبه ۴ محرم الحرام ۱۴۴۶    
     
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین مولوي محمد علي جان احمد او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولايت د قومونو تر منځ د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام په نوم ستره ولسي غونډه کې ګډون وکړ.
په یاده غونډه کې د لوګر ولایت مرکز په شمول له ټولو ولسواليو څخه راغلیو  سلګونه دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامه خلکو برخه اخیستې وه.

لومړۍ ځایي دیني عالمانو او قومي مخورو د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل: چې له حاکم اسلامي نظام سره ولسونه څنګ په څنګ ولاړ دي، د پرمختګ او بهبود لپاره يې په ګډه کار کوي هغوی همدا راز د ولسونو تر منځ په یووالي او انسجام ټینګار وکړ او  له اسلامي نظام څخه یې د ملاتړ ترڅنګ د ثبات په ساتلو کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې د جرګو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني د خپلې وینا په ترڅ کې زیاته کړه: چې اسلام هر چا ته خپل حقوق ورکړي دي، ملت او حاکم دواړه مکلف دي، چې د یو بل حقوق په نظر کې ونیسي، لله الحمد په اوسني اسلامي نظام کې د ټول ملت حقوق خوندي دي.

دغه راز جوړې شوې غونډي ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد وویل: د دې ولسونو د قربانیو په مټ موږ الله ج د بریا لوړ منار ته ورسولو، د اسلامي نظام په اډانه کې ټول مشران د ولس ستونزو ته متوجه دي، شپه او ورځ په دې هڅه کې دي چې ستونزې يې ور حل کړي.

په پاي کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزير الحاج ملا نورالله نوري غونډې ته د وینا پر مهال په تیر شل کلن جهاد کې د افغان ولس د کړاوونو، په دې لار کې د دوی د بچیانو قربانیو او بریا ته د اسلامي نظام د رسولو په برخه کې د دوی د همکاریو یادونه او ستاینه وکړه، زیاته یې کړه چې د سرحدونو ساتل زموږ فریضه ده، د افغانستان اینچ اینچ خاوره مو تر خپل نظر ایستلې او کتلې ده، سرحدونه د افغانانو ارزښتونه دي، د افغانستان یوه لوېشت خاوره موږ ته تر سر ډېر ارزښت لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu