په لوګر ولایت علماء کرامو او قومي مشرانو ته سمینار ورکول شو 

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۲:۳۱
خبر

۱۸\۶\۱۴۴۵

په لوګر ولایت کې علماوو او قومي مشرانو ته د شریعت او عرف په نګاه کې د کورني نظام په اړه سمینار ورکول شو.

په یاد سمینار کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد عالم رهبر د یاد ولایت د مرکز په شمول د ټولو ولسوالیو علماء کرامو، قومي مشرانو، د اړیکو دفتر مؤسسې عمومي مسؤل سجاد احمد شیرزاد، او د لوګر ولایتي مسؤل نثار احمد صافي ګډون کړی و.

په پیل کې د یاد ریاست رئیس ښاغلي رهبر مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یاده شوې موضوع اهمیت او ارزښت یې واضح کړ.

وروسته ماسټر ټرینر عبد الواسع ستانکزي په یاده موضوع ښوونیز سیمینار وړاندې کړ، او په اړه یې ډېر مهم او ارزښتناک معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.
 د غونډې په پای کې قومي مشرانو او دیني علماوو یاد سیمینار ګټور وباله او په راتلونکې کې یې د دا ډول پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu