په غور ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل شوه.

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۱۰:۲۵
Mobta

د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې د دوو قومونو تر منځ د ترافیکي پېښي له امله شخړه چې څو کاله مخکې پېښه شوې وه په سوله بدله شوه، په یاده پېښه کې چې د یوې کورنۍ یو کس پکې په قتل رسېدلی و، د غور ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت او قومي مشرانو په منځګریتوب حل شوه او دواړه لوري روغې جوړې ته راوبلل شول.

د ناستې په جریان کې د شخړې کوونکو له دواړو لوریو څخه اختیار واخستل شو او د دوی تر منځ نیول شوې پرېکړه ګډونوالو ته واورول شوه، چې دواړو لورو یې په منلو قناعت وکړ. دوی د مننې په کولو سره وویل: چې یاد امریت او سپین ږیرو پر موږ دواړو طرفینو یو لوی احسان وکړ چې زموږ تر منځ یې دا منازعه حل کړه.

د غور ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت د دې ډول ستونزو او شخړو هوارول خپل مسؤلیت وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu