په غزني ولایت کې یوه لویه او خونړۍ شخړه په ورورګلوي بدله شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۰:۳۷
خبر

۱۴۴۵/۳/۳۰

د غزني ولایت په ناور ولسوالۍ کې د احمدزیو کوچیانو او پیرحسین هزاره قومونو تر منځ له یوې نیمې لسیزي راهیسې پېښه شوې بدي او خونړۍ شخړه چې د موسمي څړځایونو پرسر رامنځته شوې وه او له کوچیانو څخه پکې یو تن او له پیر حسین خیلو څخه ۹ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو، نن ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې حل شوه. د دغې شخړې ښکېلو لوریو ته د ځاني زیانونو تر څنګ په میلیونونو افغانیو مالي زیانونه هم اوښتي وو او په یادو سیمو کې یې یو له بل سره په تګ راتګ هم بندیز لګېدلی و. 

دغه شخړه د ریاست الوزراء په حکم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په سرپرستۍ د کرني اوبو لګولو او مالداري وزارت، د ملي امنیت ریاست، د کورنیو چارو وزارت او د فرامینو د تعقیب او تطبیق ریاست استازو ته سپارل شوې وه چې د هیئتانو له سفرونو، تحقیقاتو او ناستو وروسته تېره شپه د یوې غونډې په ترڅ کې د ټاکل شوي پلاوي او ښکېلو لوریو په حضور کې حل او په ورورولۍ بدله شوه. 

په دغه ناسته کې له طرفینو سره خبرې وشوې او له دواړو څخه د اختیار خط په اخیستلو سره د پلاوي له لوري پرېکړه ونیول شوه او جلسې ته وړاندې شوه چې د دواړو لوریو له خوا په ورین تندي ومنل شوه او یو بل ته غاړه غړۍ شول. 

د ناستې پر مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي وویل چې د اسلامي امارت د مشرتابه او ریاست الوزراء له لوري دوی ته د شفقت له مخې یاده موضوع د حل په موخه سپارل شوې وه چې وروسته له پوره څېړنې یې نن ورځ د پلاوي په ګډون حل کړه. نوموړي د هیواد ټول قومونه یووالي او ورورګلوي ته راوبلل او په یو بل منلو یې ټېنګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu