په غزني ولایت کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ غونډه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۰:۳۰
خبر

۲۵\۶\۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له قومونو سره د همغږۍ په پار په غزني ولایت کې یوه ستره ولسي غونډه تر سره کړه.
 په دغه غونډه کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد اخند، د جرګو او قبایلو چارو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، د یاد ولایت والي الحاج حافظ محمد امین عمري، د اداراتو مسؤلینو، سلګونه دیني علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د تېرې ادارې فساد ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو حقوق او ملي شتمني لوټ شوې وه، همداراز قومي مشرانو د امارت په راتګ سره د قومونو تر منځ د شخړو او جګړو په حل کولو او د بې اتفاقیو له منځه وړلو باندې خوښي څرګنده کړه.

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس ښاغلي حقاني راغلیو مشرانو ته وویل: الحمد لله اوس په وطن کې اسلامي نظام قائم دی، د هیوادوالو حفاظت زموږ فریضه او د قومونو تر منځ اتفاق زموږ دنده ده.

په پای کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین حاجي عابد اخند حاضرینو ته وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره هر څه خوندي دي، افغانستان شل کاله جنګونو ځپلی او ویجاړ کړی دی، جوړول به طبعا وخت اخلي، خو د ا.ا.ا د مشرانو هڅې دا هیلې راکوي چې په لنډ وخت کې به یو پر مخ تللی افغانستان ووینو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu