په سمنګان ولایت کې لویه ولسي غونډه تر سره شوه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۲۱:۷
mobta

۶/۱۴۴۴ ربیع الثاني دوشنبه

یاده جرګه چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو لوړ رتبه پلاوي الحاج ملا عبدالخالق عابد د جرګو معین، الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي د جرګو رئیس، مولوي محمد نادر سنګین د کوچیانو د اسکانو رئیس او د همدې وزارت د استازو لخوا جوړه شوې وه، د سمنګان ولایت والي الحاج مولوي عبدالاحد فضلي، د استخباراتو رئي

س مولوي محمد شفیق هاشم، د سرحدونو ق.ق چارو آمریت آمر مولوي سید محمد سعید حضور په ګډون له مرکز او ولسواليو څخه راغلو علماء کرامو او مشرانو پکې شرکت کړی وو. لومړی د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس الحاج محمد اسماعیل غزنوي وویل: دا د تاریخ یوه زرینه کرښه ده، کله چې له هيواد څخه پردي اشغالګر ووتل افغانانو یوه او بل ته مینه ورکړه او متحد شول، ښاغلي غزنوي په بهر کې مېشتو افغانانو غږ وکړ چي په خپل هېواد کې د ټولو عزت خوندي دی، خپل هېواد ته دې راشي، دلته دې د اتفاق، یووالي او د هېواد د رغونې لپاره کار وکړي، نوموړي زياته کړه چې افغانانو نړۍ ته د عفوې، زغم، مینې او اتحاد مثال وړاندې کړي. ورپسې د همدې ولایت والي مولوي عبدالاحد فضلي پخپلو خبرو کې وويل: د قربانيو په نتيجه کې تر لاسه شوی اسلامي نظام او بې ساري امنيت هغه څه دي چي شکر يې ادا کړو ، نوموړي د سمنګان ولس ته ډاډ ورکړ چې هره ستونزه به یې تر خپله وسه حل کوي، همدا راز د سرحدونو ق.ق چارو وزارت یوه استازي مولوي شمس الرحمن زاهد د اطاعت اړوند خبرې وکړې، هغه زیاته کړه، افغانان دې د خپلو امراؤ اطاعت وکړي، چې دا د یووالي او اتحاد لومړی ګام دی. یوه قومي مشر عبدالخالق معلم وویل: لومړی مسلمانان او بيا ټول افغانان سره وروڼه دي، جنګ د ځوان نسل، هيواد او راتلونکي لپاره بربادي ده. همدا راز د غونډې یوه بل ګډونوال زیاته کړه، په سمنګان کې ګڼ قومونه مېشت دي چې تر منځ یې هیڅ تبعیض نشته اوس دلته د قومونو تر منځ د ورورولي فضاء ده، هغه زیاته کړه په تېر کې دلته د قومونو تر مابین د کرکې تخم کرل شوی وو. د غونډې په اخیر کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معین الحاج ملا عبدالخالق عابد وویل: له کومې ازادۍ چې موږ او تاسې برخمن یو دا د همدې ځوانانو علماء او قومونو د قربانیو نتیجه ده، د یوه اسلامي نظام له اقامې وروسته اوس پکار ده موږ او تاسې متحد او متفق شو او د اسلامي نظام د تقويې او پايښت لپاره کار وکړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu